دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 281299
مجاهد: د بدخشان د واخان سړک د جوړولو کار پیل شو
د اسلامي امارت ویاند وايي، له نړۍ او په ځانګړې توګه له چین سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د بدخشان د واخان سړک د جوړولو کار پیل شوی او چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
افغان غږ خبری آژانس: ذبیح الله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت رهبري د هیواد د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لاره کې مهم ګامونه پورته کړي او هڅه کوي چې بېلابېلې ترانزیتي لارې پیدا کړي.

د مجاهد په وينا، د دغه سړک په جوړېدو سره به د افغانستان سوداګريزې اړيکې پراخې شي.

ښاغلي مجاهد وویل: د چین پولې ته د واخان سړک مساحت معمولاً ۶۰ کیلومتره وي. اوس مهال د ملي دفاع او فواید عامې وزارت ماشینونه شته او ترې کار اخیستل کېږي.»

له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو په یوه خبري ناسته کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د بدخشان د واخان سړک د جوړولو چارې دې ژر تر ژره بشپړې کړي، ترڅو افغانستان د پاکستان د ترانزیتي لارو له انحصار څخه وژغورل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي عبیدالله وویل: "موږ د اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه کوو چې ژر تر ژره د واخان بندر لاره پرانیزي، ځکه زموږ سوداګري له ۸۰ تر ۹۰ سلنه له چین سره ده."

د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړي شیرین اغا سخي هم په دې اړه وویل:«د واخان سړک اوس بدیل سړک دی، خو موږ له چین سره پر پوله له بدخشان څخه څو نور سړکونه لرو چې یو له اساسي سړکونو څخه دی چې باید یو تونل وي."

له بلې خوا د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي چې د واخان لاره له ستر اقتصادي اهمیت څخه برخمنه ده او د واخان د لارې په جوړېدو سره به د مالونو په ټرانزیټ کې مهم بدلون راشي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظاهر مدبر وايي: "د واخان لار نه یوازې چین له پاکستان سره نښلوي، بلکې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ هم ښه لار کېدای شي." له همدې امله افغانستان کولای شي له دې ټرانزیټي ګټې څخه د خپل اقتصاد په ګټه کار واخلي.»

د يادونې وړ ده، چې په دې لاره کې له سختو لارو تېرېدل د څو تونلونو کيندلو ته اړتيا لري او دا يوه له مهمو ستونزو څخه ده، چې د دې لارې د جوړولو لګښت به د پام وړ لوړ کړي.
https://avapress.com/vdcgyq9xyak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته