دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 268980
مجاهد: هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې هېواد ناامنه کړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ویانا کې د پخواني رژیم د سیاسي شخصیتونو وروستۍ غونډې ته په غبرګون کې وايي، چې د پخواني رژیم سیاسي شخصیتونه د ولس په ګټه دریځ نه لري او نه به یې اجازه ورکړي چې افغانستان ناامنه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه کسان چې دا ډول غونډې له افغانستانه بهر کوي، په هیواد کې دننه محبوبیت نه لري.
 
هغه زیاته کړه، سیاسي څېرې باید د اسلامي امارت د نظام د نسکورولو په لټه کې نه وي.
 
د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، چې له افغانستانه بهر سیاسي څېرې باید هېواد په جګړه کې ښکېل نه کړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې افغانستان ناامنه کړي.
 
په همدې حال کې په بهر کې د پخواني رژیم یو شمېر سیاسي څېرو درې ورځې وړاندې د اتریش په ویانا ښار کې د افغانستان د پرمختګونو په اړه غونډه وکړه. دا له یوه کال څخه په کمه موده کې د دوی دویمه ناسته ده او موخه یې د اسلامي امارت د مخالفینو د شخصیتونو او جریانونو ترمنځ یووالی بلل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcivvarut1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته