دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 265929
مجاهد: له پاکستاني پلاوي سره پر بېلابېلو موضوعاتو واضح او مفصل بحثونه وشول
د اسلامي امارت ویاند خبر ورکړی، چې د رئیس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د پاکستاني پلاوي له لیدنې وروسته د دغه پلاوي او د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د امنیتي اندېښنو په اړه «روښانه او مفصل» خبرې وشوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (پنجشنبه، کب ۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی و، چې د اسلامي امارت د چارواکو سره خبري وکړي.
 
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې د رئيس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د پاکستاني پلاوي له کتنې وروسته دغه پلاوي او د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د امنیتي اندېښنو، د بې پيلوټه الوتکو د الوتنې په اړه "روښانه او مفصل" خبرې وشوې.
 
د ښاغلي مجاهد په وینا، په دې غونډه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی او د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق ګډون درلود.
https://avapress.com/vdcirwar3t1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته