دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 267310
مجاهد: امریکا د داعش په ګټه تبلیغات کوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش د شتون او ظرفیتونو په اړه د امریکايي چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې امریکا د داعش په ګټه تبلیغات کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د داعش د ځواکونو د شمېر په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې له حقیقت سره سمون نه لري.
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې د داعش ډلې فعالیت د پخوا په پرتله ډیر کم دی او د هیواد د امنیتي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی دی.
 
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: "په دې مسله کې د امریکايي چارواکو لېوالتیا او د هغوی لاس وهنه، له داعش ډلې سره همکاري او د هغوی په ګټه کمپاین باید ودرول شي."
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) مشر جنرال مایکل کوریلا ویلي و، چې داعش په افغانستان کې له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو ګټې په نښه کولی شي.
 
له دغو څرګندونو وروسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متغی له «ملي ټلویزیون» سره په مرکه کې وویل چې د داعش په ګډون د اسلامي امارت کومه مخالفه ډله په افغانستان کې شتون نه لري او د ځینو پیښو عاملین له کوم ځایه راغلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې داعش په دې وروستیو کې په کابل، هرات او بلخ کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.
 
د داعش ​​ترهګرې ډلې لخوا په دغو حملو کښې یو د تبیان په مرکز او د افغان غږ خبری آژانس خبری آژانس په ولایتی دفترونو په حملې سره د رسنیو درې کارکونکی شهیدان او د ۱۵ خبریالانو په شمول ۳۷ تنه نور ژوبل شول.
 
https://avapress.com/vdcezf8w7jh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته