دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 281349
د خروار لوګر بند د بیارغونې چارې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د خروار بند پروژې د لومړۍ برخې د بیارغونې چارې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور وايي، په هېواد کې امنیت ټینګ شوی او اوس د افغانستان د پرمختګ وخت دی.

ښاغلي منصور زیاته کړه چې د اسلامي امارت له خوا ورته سپارل شوی مسوولیت یې ادا کړی دی.

بل خوا د لوګر والي ضیاء الرحمن مدنی وايي، چې د ولسونو د خدمت لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خروار د بند کار د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد داوود د واکمنۍ پر مهال پیل شوی و چې د لسیزو جګړو له امله تر اوسه بشپړ شوی نه دی.

د یادولو وړ ده چې د خروار بند ۳۶ متره لوړوالی، ۱۴۰ متره اوږدوالی او د ۱۷ میلیونه متر مکعب اوبو ظرفیت لري چې په بشپړیدو سره به یې ۶۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او ۱۳ زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي. 
https://avapress.com/vdcc0sqio2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته