دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 281904
په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۱۳ زره افغان کډوال شړل شوي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خراسان رضوي د پولو د ساتونکو قوماندان مجید شجاع په تیره اونۍ کښې له دغه هیواد څخه د څه دپاسه دیارلس زره افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ویستلو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهر خبری آژانس د خبر له مخې، دغه ایرانی چارواکی ویلی چې دغه کډوال په هېواد کې د بهرنیو اتباعو د ناقانونه حضور د مخنیوی په موخه پیژندل شوی او ویستل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه مهاجرین د دوغارون د سرحدي دروازو له لارې رد شوي او د افغانستان استازي ته سپارل شوي دي.

دغه ایرانی چارواکی ټینګار وکړ: د افغانستان هغه اتباع چې په غیر قانونی توګه د ننوتو اراده لری او یا له اجازې پرته په هیواد کښې دننه شتون لری، به ونیول شی او شړل شی.

ایران په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو اخراج زیات کړی او په تېرو اونیو کې یې هم ورته شمېر اعلان کړی دی.

د دغه هېواد چارواکي وايي، له افغانستانه "ناقانونه" کډوال پېژني او شړلي دي.

د يادونې وړ ده، چې ايران په دې وروستيو اوونيو کې په خپلو ۱۶ ولايتونو کې د افغان کډوالو پر راتګ په بشپړ ډول بنديز لګولى دى.
https://avapress.com/vdcjyve8xuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته