دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 282215
د سمنګان د چاپېریال ساتنې ریاست د څارنې ټیم په کار پیل وکړ
د سمنګان ولايت د چاپېريال رييس وايي، چې د هوا، چاپېريال، غږيز ککړتيا د مخنيوي او د روغتيا او طبيعت د ساتنې په موخه د دې رياست د څارنې ډلې کار پيل کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس ملا عین الدین فاروقی د هوا او چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي په موخه د دغه ریاست د څارنې ټیم د فعالیت د پیل په اړه وویل: د څارنې ټیم د سمنګان ولايت د چاپيريال ساتنې رياست د دغه ولايت په مرکز ايبک ښار کې د پوليسو د قوماندانۍ، د استخباراتو رياست، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاستونو په همغږۍ خپل فعاليت پيل کړ. 

هغه زیاته کړه: "څارونکي ټیم توانیدلی چې د سړکونو په اوږدو کې له ۴۰ څخه ډیر غیر قانوني کثافات بند کړي او د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې ۲۰ رستورانتونه جریمه شوي یا سپارښتنې ترلاسه کړي."

ملا فاروقي وويل، د چاپېريال رياست د څارنې د ډلې موخه د هوا، چاپېريال، د غږيزو ککړتيا مخنيوى او په ټولنه کې د روغتيا او طبيعت ساتنه ده او دا کارونه د خلکو له روغتيا سره مستقيم تړاو لري.

هغه وویل، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې قوانین د اعتبار وړ دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار اوسېدونکو زیاته کړه: د چاپېریال د ساتنې او د ککړتیا د مخنیوي لپاره د ښار څارنه مهمه او اړینه ده او موږ د دغه اقدام ملاتړ او هرکلی کوو.

د يادونې وړ ده، چې د سمنګان ولايت مرکز ايبک ښار د مزارشريف – کابل لويې لارې په اوږدو کې موقعيت لري او د هېواد په شمالي ولايتونو کې يو له لرغونو او ګڼ مېشتو ښارونو څخه شمېرل کېږي.
https://avapress.com/vdcfy0d0tw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته