دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 282341
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا ته ولاړ
د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست د یو پلاوي په مشرۍ مالیزیا ته تللی چې د یو شمېر هېوادونو او موسسو له روغتیايي چارواکو سره وګوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن شنبه (قوس ۲۵مه) د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست به د مالیزیا له چارواکو، د نړیوالو روغتیايي سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له استازو سره وګوري. 
 
دغه وزارت ویلي، چې د دغه سفر موخه په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د نړیوالې همکارۍ، له ساري ناروغیو سره مبارزه او په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو په برخه کې همکاري ده.
https://avapress.com/vdcfj0d0yw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته