دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 282542
د هېواد په دوو ولایتونو کې د مرستندویه بنسټونو له خوا له څلورو زرو زیاتو کورنیو ته مرستې وویشل شوې
په غور او فاریاب ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، مرستندویه ادارو په یادو ولایتونو کې ۴۴۹۱ اړمنو کورنیو ته مرستې ویشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت د اسلامی امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایی چې د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې پر ۲۷۴۱ اړمنو کورنیو خوراکی توکي ویشلي دي.
 
له بلې خوا په فاریاب کې د بشري مرستو موسسې (CHA) په دغه ولایت کې پر ۱۷۵۰ اړمنو کورنیو د مرستو د وېش اعلان کړی دی.
 
په فارياب کې د CHA مشر لعل محمد سنجراني وويل چې دغه مرستې د نړيوال بانک په مالي مرسته ووېشل شوې.
 
په مرسته شویو توکو کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا، مکروني، کمپلې او د روغتیا ساتنې توکي شامل وو.
 
په ورته وخت کې د ژمي موسم په رانژدې کېدو سره بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې ده.
https://avapress.com/vdci5rarrt1avw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته