دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 282582
ناروې د افغانستان له خلکو سره د ۶.۷ میلیونه ډالرو مرسته وکړه
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره ۶،۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ناروې د بهرنیو چارو وزارت نن (سه شنبه، د قوس ۲۸مه) اعلان وکړ چې دغه مرستې به پر اړمنو او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي کډوال وویشل شي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ۳.۸ میلیونه ډالره به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او ۲.۹ میلیونه ډالر به د خوړو نړیوال پروګرام ته د مرستې لپاره ورکړل شي.
 
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سپینبرت اید وویل، "زه خوښ یم چې موږ کولی شو د ملګرو ملتونو له هغو ادارو سره خپل ملاتړ زیات کړو چې په پوله او د افغانستان دننه کار کوي."
 
په اعلاميه کې ويل شوي چې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي زياتره کډوال بشري مرستو ته اړتيا لري او دا کار به په دغه هېواد کې روان بشري ناورين لاپسې لاپسې لاپسې زيات کړي.
 
ناروي له پاکستان څخه وغوښتل چې د مهاجرینو د بیرته ستنیدو د پلان په پلي کولو کې د خلکو بشري حقونو او کرامت ته درناوی وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د موقت حکومت دغه پرېکړه له پراخو نړيوالو نيوکو سره مخ شوې، خو دغه هېواد لا هم له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د شړلو پلان عملي کوي.
https://avapress.com/vdcc4iqii2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته