دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 282979
په څلورو ولایتونو کې نږدې شپږ زره کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل
په ننګرهار، لغمان غور او پکتیکا کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د خوراک نړیوال پروګرام له لوري د طبیعي پېښو له امله په ۵۷۷۱ اړمنو او زیانمنو شویو کورنیو د خوراکي توکو د وېش اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د نړیوال خوراکي پروګرام له لوري پر ۱۱۴۵ کورنیو د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

هغه زياته کړه، چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه، د ماشومانو لپاره خواړه او د ميندو لپاره خوراکي توکي شامل دي.

له بلې خوا د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ لپاره د اسلامي امارت مسؤل مولوي نورالهدي هم ویلي، چې د خوراک نړیوال پروګرام له ۲۴۴۶ اړمنو او طبیعي پېښو ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

هغه زياته کړه، چې په دغو مرستو کې اوړه، دال، غوړي او د ماشومانو لپاره خوراکي توکي شامل دي.

له بلې خوا په غور کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، چې د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې پر ۱۲۰۰ کورنیو د خوراک نړیوال پروګرام له لوري خوراکي توکي ویشل شوي دي.

په مرسته شویو توکو کې اوړه، غوړي، وریجې او مالګه شامله وه.

همدارنګه د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې چارو ریاست نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت په تروو ولسوالۍ کې پر ۹۸۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د خوراک نړيوال پروګرام له خوا پر اړمنو کورنيو وېشل شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پر یو شمېر اړمنو کورنیو مرستې وېشلې وې.
https://avapress.com/vdccmiqio2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته