دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 283133
د هېواد په دوو ولایتونو کې پر څه باندې څلور زره کورنیو د خوراکي توکو وېش
د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، نړیوالو مرستندویه ادارو په کندز او پکتیکا ولایتونو کې پر ۴۳۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندز ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، دغه مرستې د خوراک نړیوال سازمان (WFP) له خوا د تخنیکي همکارۍ انسټیټیوټ (ASIO) ته وویشل شوې.

ویل شوي، چې په دغو توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴،۵ کیلو غوړي او ۱،۵ کیلو د ماشومانو خوراکي توکي شامل دي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت په ورمۍ ولسوالۍ کې پر ۱۳۵۶ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.

دغه مرستې د خوراک نړیوال سازمان (WFP) له خوا د RHDO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د پکتیکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ وویشل شوې.

په دغو موادو کې ۱۵۰ کیلو اوړه، ۱۵ لیټره غوړي او ۱۵ کیلو دال شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د کورنيو او بهرنيو مرستندويه موسسو مرستې په داسې شرايطو کې چې خلک له بېوزلۍ سره مخ دي، اړين ګڼل کېږي.
https://avapress.com/vdcfmmd0mw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته