دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 283255
د پاکستاني علماوو یو پلاوی کابل ته سفر کوي
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر ملا فضل رحمان په مشرۍ د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ کابل ته ځي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، له پاکستاني پلاوي سره د بېلابېلو ناستو لپاره چمتووالی نهايي شوی، چې تمرکز یې د تحریک طالبان پاکستان د مسئلې پر حل او تر منځ د کړکېچ پر حل دی.

د دې پاکستاني رسنۍ په وینا په دې ستراتیژۍ کې د اسلام اباد د غوښتنو د پوره کولو لپاره له مذهبي نفوذ څخه کار اخیستل هم شامل دي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې تمه ده چې پاکستاني عالمان به د تحریک طالبان پاکستان له استازو سره په خصوصي توګه خبرې وکړي.

رسنیو زیاته کړه چې موخه یې د ډیالوګ لپاره د چوکاټ رامینځته کول او په پراخه کچه د نظرونو راټولول دي.

مولانا فضل الرحمن د روانې میاشتې په پیل کې د اسلامي امارت لخوا کابل ته د سفر بلنه ورکړل شوې وه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د پاکستان د جمعیت علما ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په بلنه غواړي «پروپاګند ودروي او د پاکستان له خلکو سره حقایق شریک کړي».

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، مولانا فضل الرحمان کولای شي د پاکستان خلک په دې پوه کړي، چې د افغانستان د خلکو په وړاندې د دغه هېواد د خلکو ذهنیت خراب نه کړي.
https://avapress.com/vdcamenum49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته