دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 283294
په کندز ولایت کې د اوبو د ۹ کوچنیو بندونو د جوړولو کار پیل شو
د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ چک بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کندز: د دغه ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دغو بندونو د جوړولو په پیل سره به سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شی.

دغه راز د دغو بندونو په جوړولو سره به د دغه ولايت د هالې ولسوالۍ د باران اوبه کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو کچه به متوازنه شي.

د اسلامي امارت د پلان له مخې باید د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د اوبو د مهارولو لپاره لږ تر لږه یو د چک بند جوړ شي.

د چارواكو په وينا، د دغو بندونو د يو شمېر كار بشپړ شوى او د پاتې نورو كار به د روان كال تر پايه بشپړ شي.
https://avapress.com/vdcdns0xoyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته