دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 283637
افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې به د اسلامي امارت له مشر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي په موخه وګورم
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن رسنیو ته ویلي، چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال به د اسلامي امارت له مشر مولوي هبت الله اخندزاده سره وګوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مولانا فضل الرحمن له مشال راډيو سره په مرکه کې ویلي، چې د دغه سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو هڅې وکړي.

د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر ویلي چې دی به د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان پر موضوع خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه: «دا سفر د جمعیت علمای اسلام ګوند لپاره نه دی. موږ باید د پاکستان او افغانستان ګټو ته پام وکړو. په دې اړه مې له پاکستاني چارواکو، د بهرنیو چارو له وزارت، د هېواد له چارواکو، ټول حکومت له ما سره په تماس کې دی. دوی ماته د پاکستان دریځ او غوښتنې په تفصیل سره بیان کړې.»

مولانا فضل الرحمن خپل سفر مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د اړیکو ښه کول او د لا ترینګلتیا مخنیوی د دواړو هېوادونو په اراده پورې اړه لري.

اسلامي امارت تایید کړې، چې مولانا فضل الرحمن ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړل شوې ده.
https://avapress.com/vdcexx8wfjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته