دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 283967
د هېواد په څلورو ولایتونو کې څه باندې ۱۱ زره کورنیو ته مرستې وویشل شوې
په هرات، تخار، پروان او پکتیکا ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام په دغو ولایتونو کې پر ۱۱۶۲۳ اړمنو کورنیو نغدي او خوراکي توکي ویشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تخار ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا ریاست د دغه ولایت په مرکز تالقان کې له ۶۱۵۳ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وویشل.
 
د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام له لوري هرې کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
 
له بلې خوا په هرات کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، چې د نړیوال خوراکي پروګرام له لوري د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ۴۲۶۰ اړمنو کورنیو ۱۳۶۴۰ زره افغانۍ نغدي وویشل شوې.
 
په همدې حال کې د پروان ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د خوراک نړیوال پروګرام له خوا د دغه ولایت په سرخ پارسای ولسوالۍ کې پر ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکی توکو د ویش خبر ورکړی دی.
 
همدارنګه د پکتیکا ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا ریاست وایی چې د دغه ولایت په یوسف خیلو ولسوالۍ کې د نړیوال خوراکی پروګرام له لوری پر ۱۱۱۰ اړمنو کورنیو خوراکی توکې ویشل شوی دی.
 
په مرسته شویو توکو کې اوړه، غوړي، دال او د ماشومانو لپاره خوراکي توکي شامل وو.
 
دا په داسې حال کې ده چې د سړې موسم په رانږدې کېدو سره د کورنیو مرستو ته اړتیا ډېره شوې او مرستندویه بنسټونو د لوږې د مخنیوي په موخه له زیانمنو شویو خلکو سره خپلې مرستې زیاتې کړي دي.
https://avapress.com/vdcaienu049nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته