دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 285169
افغانستان به ډېر ژر د تېلو او ګازو په برخه کې پر ځان بسیا شي
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، چې د هېواد د نفتو له څو زېرمو څخه د تېلو په استخراج سره به افغانستان ډېر ژر د نفتو او ګازو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د چهارشنبې په ورځ (د دلوې ۱۱مه) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې دغه وزارت د امو سیند په حوزه کې د ۶۰ زره ټنه خام تیلو د تصفیې دندهیو کورني شرکت ته سپارلې ده.
 
افغان زياته کړه چې دغه شرکت د هر قرارداد شوي بېرل تېل د نړيوالو بازارونو په پرتله ٢٤،٨٠ ډالره ارزانه تصفيه کوي.
 
که څه هم هغه د غې شرکت نوم وانخیست چې قرارداد یې ګټلی؛ خو هغه وويل چې دغه شرکت د امو سیند په حوزه کې د خامو نفتو د تصفيې قرارداد د ليلام له لارې ترلاسه کړى دى.
 
د افغان د څرګندونو پر بنسټ؛ د دغه قرارداد ټولیز ارزښت څه باندې ۲۵،۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
 
هغه دغه راز يادونه وکړه، چې د امو له نفتي حوزې څخه هره ورځ ١١ سوه ټنه خام تېل استخراج کېږي او تر ٢٠۲٤ کال پورې به يې د استخراج کچه دوه زره ټنو ته لوړه شي.
 
افغان وويل، چې د کانونو او پټروليم وزارت له يوې چينايي کمپنۍ سره د ٥٠ زره تېلو د زېرمو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
 
افغان د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې ډېر ژر به وزارت د هرات ولایت د نفتو له حوزې څخه د تېلو د استخراج لپاره له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي.
 
ده وويل چې د دغو پروژو په پيل سره به افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې پر ځان بسيا شي.
 
په ورته وخت کې د امو بحیرې په حوزه کې د نفتو د تصفیې د شرکت مسوول ذبیح الله نظري وايي چې اوسمهال په نړۍ کې د نفتو د تصفیې بیه شاوخوا ۸۲ ډالره ده او دوی یې په ۲۵ ډالرو تصفیه کوي. 
 
د يادونې وړ ده، چې د امو سيند د نفتو ساحه ٤٥٠٠ کيلومتره مساحت لري او د هېواد په درېيو شمالي ولايتونو جوزجان، سرپل او فارياب کې موقعيت لري.
 
د يادونې وړ ده، چې چينايي شرکت د سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو په قشغري، زمردساي، بازار کومي، اغداريه او انګوت سيمو کې په ٤٥٠٠ متره مربع ځمکه کې تېل استخراج کوي. 
 
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که د هېواد د نفتو له زېرمو څخه په سمه توګه تېل استخراج شي، نو افغانستان به اړ نه وي چې له بهر څخه تېل وارد کړي.
 
په دې اړه محمد نبي افغان د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: افغانستان د نفتو له زيرمو څخه بډاى دى، چې که په سمه توګه استخراج او په لوړ ظرفيت سره وشي، د نفتو او ګازو په برخه کې به د افغانستان ټولې اړتياوې پوره کړي.
https://avapress.com/vdcg3n9xyak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته