دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 285270
په ۲۰۲۳ کال کې شپږ میلیونه افغانانو نغدي مرستې ترلاسه کړي دي
د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به په افغانستان کې له شپږ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته نغدي مرستې وویشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن شنبه (د دلوي ۱۴ مه) د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د آلمان، اسټرالیا او ناروې په ګډون د مرستندویه موسسو او هیوادونو له خوا نغدي مرسته شوې ده.

د WFP په وینا، نغدي مرستې د خلکو د پیرودلو ځواک او محلي اقتصاد پیاوړی کوي.

افغانستان دا مهال له بشري ناورین سره مخ دی او څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره د درې میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
https://avapress.com/vdcjaie8yuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته