افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستین پرون یکشنبه (د جوزا ۶ مه) له
افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې دغه خبر ورکړ.
د هغه په وينا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال عثماني د ترکيې د ټيکا موسسې له مشر فضل اکن اردوغان او ورسره ملګري پلاوي سره کتلي دي.
د مستعین د څرګندونو پر بنسټ، په دې کتنه کې دواړو لورو د کوکنارو د بدیل کښت پر پیلولو او په بېلابېلو برخو کې له کروندګرو او مالدارانو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ.
دده په وینا چې په دې غونډه کې عثماني په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر اعلان کړ او ویې ویل: د کروندګرو اقتصاد کمزوری شوی او دوی لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري، سره له دې چې اسلامي امارت دا کار په کمه بودیجه کوي، خو بیا هم ورسره مرسته کوي.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس وايي چې په دې غونډه کې فضل اکین اردوغان وویل: دا سمه ده چې اسلامي امارت په افغانستان کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته راټیټ کړی دی.
د تکا موسسې مشر اعلان وکړ چې د کوکنارو د کښت د بدیل په برابرولو کې له اسلامي امارت سره همکاري کوي.
د يادونې وړ ده چې د تيکا موسسه په ۱۹۹۲ کال کې جوړ او په فعاليت يې پيل وکړ او د روغتيا، پوهنې، د تاريخي ځايونو د بيا احيا، جوماتونو او کرنې په برخو کې فعاليت کوي.