دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 293192
د شبرغان - میمنې پر لویه لار ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي دي
د جوزجان ځايي چارواکي وايي، د شبرغان - میمنې پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي چې څلور یې ماشومان او یوه یې مېرمن دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه پېښه په خواجه دو کوه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یوې کورنۍ د غړو یو موټر د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شو.

د جوزجان د ترافيکو مدير مل پاسوال شبير احمد سيدي وايي، چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ اته غړي، چې څلور ماشومان او يوې ښځې په کې شامل دي، وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې ترافيکي پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړنديتوب بلل کېږي.
https://avapress.net/vdcb9fb55rhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته