په داسې حال کې چې د بن کنفرانس ته څه کم یوه اونۍ پاتې ده، د جرمني د حکومت دوو مهمو وزیرانو غوښتنه کړې، چې وسله والو طالبانو ته باید د افغان دولت د سولې په پروګرام کې د ګډون بلنه ورکړل شي.
د جرمني د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو، ″ګېډو وېسټروېلې″ او ″ټوماس دې مایزیر″ پرون وویل چې په افغانستان کې یوې دوامدارې سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره روغه یوازینۍ منطقي لاره ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، سوله د دوستانو ترمنځ نه بلکه د زړو دښمنانو ترمنځ کیږي، سره له دې چې د دې ضمانت نشته چې د سولې خبرې به کامیابیږي، خو په دې ټول موافق دي، چې دا کار باید یوځل وازمول شي.
ګیډو ویسټر ویلې ټینګار وکړ، چې د افغانستان لانجه له پوځي لارې نه شي هوارېدی.
له طالبانو سره د افغانستان د حکومت خبرې د سولې د عالي شورا د مشر تر وژل کیدو وروسته په ټپه دریدلي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)