دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 34230
حامدکرزي د تخار په ولایت کې تروریستي برید په کلکه وغانده
تروریستانو په بې رحمۍ سره زموږ په بې ګناه خلکو برید وکړ چې د جنازې د مراسمو له پرځای کولو وروسته، میت ته د قبر پر سر د دعا په حال کې و چې دغه برید یو ځل بیا د تروریستانو شوم او غیر اسلامي ماهیت څرګند کړ چې حتی هغوی نه غواړي د افغانستان خلک خپل دیني مراسم د سولې او آرامۍ په فضاکې ترسره کړي.
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د تخار په ولایت کې هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله وا وښتله.

د تخار ولایت د تالقانو ښار د سرای سنګ په کلي کې نن له غرمې مخکې د جنازې پر مراسموباندې د تروریستانو د ځان مرګی برید له امله د ولسي جرګې د غړي مطلب بیګ په شمول لس تنه شهیدان او ۳۹ تنه نور ټپیان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د تخار په ولایت کې د نننۍ تروریستي پیښې د رامنځته کیدو په اړه دکورنیو چارو له وزیر او د تخار له والي سره له خبرو وروسته، دغه برید په کلکه وغانده، وې ویل: تروریستانو په بې رحمۍ سره زموږ په بې ګناه خلکو برید وکړ چې د جنازې د مراسمو له پرځای کولو وروسته، میت ته د قبر پر سر د دعا په حال کې و چې دغه برید یو ځل بیا د تروریستانو شوم او غیر اسلامي ماهیت څرګند کړ چې حتی هغوی نه غواړي د افغانستان خلک خپل دیني مراسم د سولې او آرامۍ په فضاکې ترسره کړي.

حامدکرزی د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjy8et.uqextz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته