دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 35942
د قطر په خبرو کې بین الافغاني خبرو ته زمینه نه ده برابره شوې
د امریکا متحده ایالات او افغانستان پدې سره په بشړ توافق کې دي، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه دا خبرې باید د افغانانو ترمنځ ترسره شي.
په کابل کې د امریکا سفیر د سولې په اړه د بین الافغاني خبرو له پیل نه مخکې د افغان او قطر حکومتونو ترمنځ تماس او د طالبانو له خوا د نړېوال تروریزم غندل او د سیاسي حل لارې ملاتړ ضروري بولي.

امریکا له تیرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې له طالبانو سره په خبرو بوخته ده، چې د ځینو امریکایې چارواکو په وینا په حساس پړاو کې دي، خو افغان حکومت له دغو خبرو لرې ساتل شوې.

خو رایان کراکر، چې له ازادۍ ر‌اډیو سره یې په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وویل، چې په قطر کې په روانو خبرو کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دې شوې:

"د امریکا متحده ایالات او افغانستان پدې سره په بشړ توافق کې دي، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه دا خبرې باید د افغانانو ترمنځ ترسره شي.

د هغو خبرو لپاره، چې د افغانانو ترمنځ په قطر کې کیږي څو مهم مسایل دي، چې باید ترسره شي، چې زما د معلوماتو له مخې تراوسه ندي شوي.

لومړې باید د افغان او قطر حکومتونو ترمنځ مستقیم تماس ونیولې شي، څو دوی ددې خبرو په څرنګوالي موافقې ته ورسیږي.

دویم دا، چې طالبان باید په یوه څرګنده اعلامیه کې دا واضح کړي، چې دوی نړیوال ترورزم غندي او د سیاسي بهیر ملاتړ کوي. تر هغو، چې دا کارونه ونشي، نو په قطر کې به دا خبرې ونشي."

کراکر د قطر په بهیر کې د ممکنه پرمختګونه په داسې حال کې رد کړي، چې د ځینو رپورټونو له مخې د بارک اوباما اداره اوس مهال د هغو پنځو طالب مشرانو په خوشې کولو غور کوي، چې طالبانو یې غوښتنه کړې.

خو ښاغلي کراکر وویل، چې د امریکا حکومت لا له ګوانتامو څخه ددغو بندیانو د خوشې کولو لپاره کومه پریکړه نده کړې.

له بل لوري افغان حکومت هم، چې ددې بهیر د افغاني کولو غوښتنه کوي دا تاییدوي، چې په قطر کې اساسي خبرې لا ندي پیل شوي.

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر ډاکټر حکیم عاشور ازادۍ راډیو ته وویل، چې د امریکا لخوا ورته ډاډ ورکړل شوې، چې ددې خبرو مشري به ورسپاري:

"د افغان حکومت موقف دریځ روښانه دی زموږ سپارښتنې تل داوې چې د سولې د پروسې رهبري باید افغانان وکړي او د امریکا له خوا مطمن شوي یو نو موږ انتظار باسو چې تر څو دا پروسه عملي شي."

افغان او امریکایې لوري د قطر د خبرو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان صدراعظم هم په قطر کې دې او ویل کیږي، چې د خبرو د اجنډا یوه مهمه برخه یې د افغانستان د سولې بهیر دې.

ځینو پاکستاني سرچینو ویلي، چې امریکا ورسره د قطر د خبرو په اړه ځینې معلومات شریک کړي، چې دې کار بیا ځینې افغان کتونکي انديښمن کړي، چې دغه هیواد به یو ځلې بیا دا بهیر له ځینو خنډونو سره مخامخ کړي.

خو ډاکټرعاشور وویل، چې قطر ته د ګیلاني د سفر په اړه اوس قضاوت کول به له وخت نه مخکې وي او اوس دوی ددې سفر نتایجو ته په تمه دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauone.49nmy1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته