افغان ملي پوليسو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې دوه تنه پاکستانيان چې د ځان وژونکو حملو لپاره استول شوي وو، نیولي دي.
دغه دوه تنه د پاکستان د وزيرستان اوسېدنکي دي، چې څو ورځې وړاندې د ٢ تنو افغانانو له خوا استول شوي او غوښتل یي په کندهار او هلمند ولايتونو کې پر يو شمېر اهدافو باندې حملې وکړي.
د کندهار ولایت مطبوعاتې دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې نيول شوو کسانو د لومړنيو تحقیقاتو پرمهال ويلي، چې په پاکستان کې ورته د ځان وژونکو حملو روزنه ورکړل شوې وه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)