دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۴۹
د مطلب کود : 39271
روسیه: امریکا باید د افغانستان مسله له خپلو کورنیو مسایلو سره غوټه نه کړي
له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید ناټو د ملګروملتو امنیت شورا ته د خپل ماموریت د بشپړېدو په باب مالومات ورکړي.
تاند - د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ناټو ځواکونو د وتلو مهالوېش باید د امریکا له کورنیو سیاسي مسایلو سره تړلی نه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پرون د قرغیزستان په مرکز بشکیک کې د دغه هیواد په روسي پوهنتون کې وویل:«موږ فکر کوو چې ۲۰۱۴ میلادي کال ، چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو لپاره ټاکل شوی، باید یو داسي مصنوعي ضرب الاجل نه وي چې د امریکا له کورني سیاست یا انتخاباتي مسایلو سره تړاو ولري.

ده ټینګار وکړ چې ناټو باید له افغانستانه د ځواکونو تر ایستلو مخکې وګوري چې خپل ماموریت یې سر ته رسولی او کنه دی.

لاوروف همدا راز وویل، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید ناټو د ملګروملتو امنیت شورا ته د خپل ماموریت د بشپړېدو په باب مالومات ورکړي.

روسیه له یوې خوا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له پاتې کېدو اندېښنه لري او له بلې خوا په دې لا اندېښمنه ده چې ناټو او امریکا به افغانستان ګډوډ پرېږدي او دا هیواد به د سخت دریځو په مرکز بدل شي.

روسیه وېره لري چې که افغانستان بیا د سخت دریځو پر مرکز بدل شو د منځنۍ اسیا هیوادونه او دغه راز د روسیې مسلمان جمهوریتونه به ناکرار شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjv8et.uqehaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته