دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 43361
یو ان اچ سي ار په کندز کې د کډوالو لپاره یو عصري کلی جوړوي
دوی په اوس وخت کې د ژوند کولو له هرډول اسانتیاو لکه د څښاک پاکو اوبو، ښونځی، کلینیک، لارو او ګودرو څخه بې برخې دي.
د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنیرۍ په کندوز کې د راستنوشویو مهاجرنیولپاره یو نمونه کلی؛ چې له عصري امکاناتو به برخمن وي، جوړوي.

دغه کلی چې د مهاجرنیو لپاره د ملګروملتونو اداره یې د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په درشل کې د جوړلوخبره کوي، د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې د قزل سای کلی دی چې ویل کیږي شاوخوا ۴۲۰ راستنو شویو کورنیو پکې اړولي دي.

دوی په اوس وخت کې د ژوند کولو له هرډول اسانتیاو لکه د څښاک پاکو اوبو، ښونځی، کلینیک، لارو او ګودرو څخه بې برخې دي.

د شمال سیمو لپاره د مهاجرنیو د عالي کمیشنرۍ مسول د دغه کلي د کارد پیلیدو په مهال وویل چې په پام کې لري، د کلي اوسیدونکو ته یوښونځی، کلینیک، سړک او د نورو خدمتونو اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې مسول په وینا له پلان سره سم دا اداره په پام کې لري چې دا ډول نور کلي هم په نورولایتونو کې جوړکړي.

د مهاجرنیو نړیواله ورځ هرکال د جون په شلمه لمانځل کیږي. په افغانستان کې هم دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې دا هیواد په نړۍ کې د مهاجرینود شمیرله پلوه لومړی مقام لري.

د ملګروملتونو د وروستي راپور له مخې تراوسه پورې دوه میلیونه او اوه سوه زره افغانان په مهاجرت کې ژوند کوي.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezx8e.jh8xpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته