دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 43874
روسیه له امریکا نه په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ وروسته د دوی د پوځي حضور په اړه وضاحت غواړي
په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د متحدو ایالتونو د پلانونو په اړه چې غواړي؛ په دې هیواد کې پوځي اډې وساتي، ډېر مسایل دوی ته روښانه نه دي.

روسیه وایي، له امریکا څخه غواړي، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه له وتلو وروسته په دې هیواد کې د پوځي حضور د دوام د اړتیا په اړه ورته وضاحت ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ″ایګور مارګیلیف″ د روسیې انټر فاکس اژانس ته وویل؛ په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د متحدو ایالتونو د پلانونو په اړه چې غواړي؛ په دې هیواد کې پوځي اډې وساتي، ډېر مسایل دوی ته روښانه نه دي.

هغه وویل، که تر۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د ثبات هڅې بشپړیږي نوله هغه وروسته به په دې هیواد کې د دغو پوځیانو مامویت څه وي؟

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل، د واشنګټن دا خبره، چې ویلي یې دي، نه غواړي په افغانستان کې دایمي اډې ولري، تراوسه پورې دوی ته واضح نه ده او دا یواځې روسیه نه ده؛ بلکې د شانګهای د همکارۍ د سازمان نور غړي هم په دې اړه اندیښنه لري.

هغه وویل، دوی هیله من دي، چې په دې اړه ځواب ترلاسه کړي.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoj0o.yt0s56bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته