دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 53571
ایساف: شپږ زره وسله وال مخالفین خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي
ایساف وایي، چې په تیرو دوو کلونو کې شپږ زره وسله والو مخالفانو له جګړې لاس اخیستی او د دوی د بېرته راستنولو پروګرام له لارې عادي ژوند ته راګرځیدلې دي.

د ایساف ځواکونو مرستیال "جنرال ډيویډ وارنر" نن په یوه خبری غونډه کې وویل چې دغو کسانو ته د دغه پروګرام له لاری د کار زمینه هم برابره شوې ده.

"تروسه د پنځه زره او نه سوه تنو له جملې څخه چې دغه پروګرام سره یو ځای شوي څلور زره او پنځه سوو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
البته دغه اسانتیاوې د وزارتونو له خوا برابرې شوي دي.

د ښاغلي وارنر په وینا د دغه پرواګرام له لاری هڅه کیږي؛ چې وسله وال له مخالفته عادې ژوند ته راوګرځول شي. 
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizwaw.t1apy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته