دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 58468
ایساف وايي، له افغان ځواکونو سره په ګډه مو په لوګر کې د طالبانو دوه قومندانان وژلي
ایساف ځواکونه وايي، چې له افغان ځواکونو سره یې په ګډو عملیاتو کې په لوګر ولایت کې د وسلوالو طالبانو دوه قومندانان وژلي دي.

ایساف ځواکونو نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل چې دغه دوه کسان تیره ورځ په برکي برک ولسوالۍ کې ووژل شول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبر له مخې: د ننګرهار د امنیې قومندانۍ وايي، چې د دې ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې نن سهار د ماین په یوې چاودنه کې د ملي اردو یو عسکر ووژل شو او بل ټپي شو. 
والو طالبانو د دې پيښې مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا يي کړې، چې په دې پيښه کې درې تنه سرتيري وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciv5aw.t1avq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته