دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 41440
ایساف وايي، چې د هلمند په نهرسراج کې مو د وسلوالو مخالفینو یو قومندان وژلی
جیلاني خان د دهراود په بازار کې د وسلوالو په یوې حملې کې ووژل شو او زوی یې ټپي شو.
د یو بل خبر له مخې د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وايي، چې نن یې د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو یو قومندان وژلی دی.

ایساف په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دغه کس له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې وژل شوی.

بل خوا وسلوالو کسانو د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژلی دی.

د ارزګان د امنیې قومندانۍ ویاند فرید ایل ازادۍ راډیو ته وویل، چې جیلاني خان د دهراود په بازار کې د وسلوالو په یوې حملې کې ووژل شو او زوی یې ټپي شو.

ایل وویل، چې نوموړي له دولت سره وظیفه نه لرله. وسلوالو طالبانو د دې قومي مشر د وژنې مسئولت اخیستی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawyny.49n6y1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته