دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 58416
د هغوی نیمایي د نیولو پر مهال له ځورونې، ناوړه چلند او حتی له شکنجې ورکولو څخه شکایت کړی دی
د افغانستان په زندانونوکې د شکنجې او ناوړه چلند په اړه د ملګرو ملتونو لخوا د خپور شوي رپوټ په باب د حقیقت موندنې پلاوي حامد کرزي ته خپل رپوټ وړاندې کړ

د افغانستان په زندانونوکې د شکنجې او ناوړه چلند په اړه د ملګرو ملتونو لخوا د خپور شوي رپوټ په باب د حقیقت موندنې پلاوي د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي ته خپل رپوټ وړاندې کړ.
دغه پلاوی چې د هېواد په زندانونوکې د شکنجې او ناوړه چلند د شتون په اړه د یوناما د رپوټ له خپریدو وروسته، د جمهوري ریاست د مقام د یو حکم له مخې د روان کال د سلواغې د میاشتې په دریمه نېټه پر اساسي قانون د څارنې د خپلواک کمیسیون د غړي عبدالقادر عدالتخواه په مشرۍ وګمارل شو، د کابل، کندهار او د هرات په نظارتخانو، توقیف خونو او زندانونو کې یې خپلې څیړنې ترسره کړې.
پلاوي په هغه رپوټ کې چې د یکشنبې په ماښام یې د هېواد جمهوررئیس ته وړاندې کړ، څرګنده کړه چې د یو ناما ادارې د شکنجې د قربانیانو او د هغو د عاملینو د نومونو د ورکولو په برخه کې همکاري نه ده کړې.
همدا راز ګمارل شوي پلاوي په خپل رپوټ کې د ناوړه چلند، ځورونې او کله هم د شکنجې له مواردو څخه یادونه کړې او څرګنده کړې یې ده چې ډیری دغه موارد د بهرنیو او کورنیو ځواکونو لخوا د نیولو پرمهال، تر سترګو شوي دي.
د پلاوي د رپوټ له مخې له هغو کسانو سره چې مرکې شوې دي د هغوی نیمایي د نیولو
پر مهال له ځورونې، ناوړه چلند او حتی له شکنجې ورکولو څخه شکایت کړی دی. د نیولو پرمهال او په نورو وروستیو پړاوونوکې د مدافع وکیلانو د شتون نه موجودیت هغه بله ستونزه وه چې پلاوي په خپل رپوټ کې هغې ته اشاره کړې ده.
پلاوي له یادو سرغړونو څخه د مخنیوي لپاره په یولسو مادوکې وړاندیزونه وړاندې کړل چې په عدلي او قضایي غونډه کې به چې د افغانستان د جمهوررئیس په مشرۍ د چهارشنبې په ورځ جوړیږي، تر لاډیر غور لاندې ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې دغه پلاوی به خپلې ټولې موندنې د یو مطبوعاتي کنفرانس په
ترڅ کې په تفصیل سره له رسنیو او هېوادوالو سره شریکې کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0abs.rhbw8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته