دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 62375
وسلوالو طالبانو د ناړې ولسوالۍ پر يوه پوسته بريد کړى
د کونړ چارواکي وايي چې د ناړې ولسوالۍ په انچګل پوسته باندې وسلوالو طالبانو نن سهار وختې حمله کړې.
د ۲۰۱ سیلاب قولو اوردو ویاند محمد نعمان هاتفي ازادۍ راډيو ته دغه پیښه تایدوي خو افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه يې څه نه دي ویلي.
له سیمې څخه ځايي اوسیدونکي وايي چې په دې جګړه کې له لسو څخه ډير دملي اوردو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې،او جګړه اوس هم روانه ده.

له بلې خوا وسلوالو طالبانو پدې پیښه کې د پنځه لسو افغان سرتیرو د وژلو کیدو ادعا لرې چې دولتې چارواکې يي ردوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcameni.49nu01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته