دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 69468
د خصوصي پوهنتونونو موجودیت پر دولتي پوهنتونونو ناوړه اغیز کړی
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې؛ د خصوصي پوهنتونونو موجودیت په دولتي پوهنتونونو کې د تدریسي بهیر د کیفیت د ټیټيدو سبب شوی.
د دې وزارت مرستیال محمد عثمان بابري نن یوې غونډې ته وویل چې؛ د دولتي پوهنتونو ګڼ شمېر استادان په خصوصي پوهنتونونو کې درس ورکوي او دا د ده په خبره په دولتي پوهنتونونو کې د درس پرکیفیت منفي اغیزه کوي.

خو تر اوسه د خصوصي پوهنتونونو مسولینو په دې اړه څه نه دي ويلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaayni.49noi1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته