دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 74427
افغانستان او روسيه د نشه يي توکو او تروریزم د ګواښونو په اړه خبرې کوي
په پام کې ده چې ولسمشرحامدکرزی نن د قرغیزستان په پلازمېنه، بشکېک کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د ځینو غړو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.
ښاغلي کرزي تېرماښام د قرغزستان له ولسمشر سره وکتل او نن د سرمشریزې په حاشیه کې به د روسیې له ولسمشر سره په کتنه کې د مخدرموادو د قاچاق په ګډون د سیمه ییز امنیت پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.
تمه ده چې ولسمشرحامدکرزی د شانګهای د همکارۍ د سازمان په څنډه کې د روسیې له ولسمشر سره په کتنه کې عمدتاً د افغانستان د پېچلو حالاتو په اړه بحث وکړي.
بشکېک ته د افغان ولسمشر د سفر د هدف په اړه د دولت د ریاست مرستیالې ویاندې عادلې راز آزادۍ راډیو ته وویل: ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر هم د افغانستان او قرغزستان له ولسمشرانو سره وګوري. د ایتارتاس خبري آژانس د راپور له مخې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یوه نژدې همکار "یوري اوشاکوف" پرون خبریالانو ته وویل چې؛ په نننۍ غونډه کې به همداراز په سیمه کې د تروریزم او مخدرو موادو د ګواښ په اړه خبرې وشي.
د راپورونو له مخې تمه ده چې؛ د افغانستان او روسیې ولسمشران به د افغانستان د بحران د نړیوالو اړخونو په اړه هم خبرې وکړي؛ په تېره پر هغو مسایلو چې د مخدرو موادو د قاچاق له کبله د تروریزم او نورو ګواښونو له پراخېدو سره تړلي دي.
روسي چارواکي وايي، دوی وېره لري چې، په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالې ټولنې د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو سره سم ښايي ناامني د منځنۍ آسیا د هېوادونو خوا ته پراخه شي.

راپور زیاتوي چې، د افغانستان او روسیې ولسمشران به د کابل او مسکو ترمینځ د اقتصادي همکاريو پر پیاوړتیا هم خبرې وکړي.

د غونډې له پیل مخکې پرون ماښام افغان ولسمشر د قرغزستان له ولسمشر الماس بېګ آتمبایوف سره وکتل او د سیمه ییزو امنیتي مسایلو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د بشکېک نننۍ سرمشریزه د شانګهای د همکارۍ د سازمان ۱۳ مه غونډه ده. روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان ازبکستان او چین د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړي دي او افغانستان، هند، ایران، پاکستان، او منګولیا د ناظرینو په توګه ګډون په کې کوي.

له ولسمشرکرزي سره د بشکېک په سفر کې د بهرنیوچارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفرسپنتا او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ارشاد احمدي ملګري دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzabz.rhba5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته