دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 75421
ملي امنیت د کابل د چهاراسیاب لپاره د طالبانو د معارف نومول شوی مدیر نیولی
د ملي امنیت عمومي ریاست د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د معارف نومول شوی مدیر نیولی دی.
د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر وایې، چې میاګل په تخریبي فعالیتونو، د طالبانو ډلې ته د خلکو په جذب او د چهاراسیاب په ولسوالۍ کې ښونځیو ته د نجونو د تګ د مخنیوي په برخه کې فعالیت کاوه.

د سرچینې په حواله نوموړي اعتراف کړی چې؛ اوه کاله مخکې په پاکستان کې د طالبانو لیکو ته جذب او د چهار اسیاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ښونې استازی و ټاکل شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqt9u.ak9nx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته