عدلیې وزارت نن د افغان ماشومانو د سرپرستۍ قانون ولسي جرګې ته د تصویب لپاره وړاندې کړ.
په دې قانون کې د یتمیو او بې سرپرسته افغان ماشومانو د ښې روزنې، تعلیم او تربیې، د اوسیدو د ځای د اسانتیا برابرولو او روغتیا تضمین شوې دې.
د عدلیې وزیر حبیب الله غالب چې نن ولسي جرګې ته د افغان ماشومانو د سرپرستۍ قانون د تشریح کولو لپاره ورغلې وو، یاد قانون ډیر اړین وباله او د ژر تر ژره د تصویبیدو غوښتنه یې وکړه.
دغه قانون د افغانستان د اساسي قانون د څلور پنځوسمې مادې پر اساس جوړ شوې دې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)