تاند- د هرات له هوايي ډګره نن د لومړي ځل لپاره یوه بهرني هیواد ته الوتنه وشوه. له دې ښاره د صافي هوايي شرکت الوتکه د هند پلازمېنې ډیلي ته والوته.
د هرات والي سید فضل الله وحیدي د هرات له نړیوال هوايي ډګره د لومړنۍ بهرنۍ الوتنې په مهال وویل:«موږ د هرات له هوايي ډګره لومړني نړیوال پروازونه پیل کړل، او ژر به دوبۍ ته هم الوتنې پیل کړو.»
د هرات خلکو له ډېرو کلونو راهیسي بهرنیو هیوادونو ته د دغه ولایت له هوايي ډګره د الوتنو د پیلېدو غوښتنه لرله ځکه چې هرات له پلازمېنې کابله لېري دی او د خلکو اقتصادي ژوند یې نسبتاً بهتره دی.
د صافي هوايي شرکت ريیس عبدالقدوس صافي په هرات ولایت کې د هوايي خدماتو د پراختیا او ملاتړ په خاطر د هرات له سیمه ییزو چارواکو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د هرات اوسېدونکو ته به معیاري نړیوال هوايي خدمات برابر کاندي.
د هرات هوايي ډګر په وروستیو کې په څه باندې سل ملیون ډالره ترمیم او پراخ شو. دا هوايي ډګر به ژر له کابله وروسته د افغانستان پر دوهم ستر او مهم نړیوال هوايي ډګر بدل شي.
د دغه هوايي ډګر د جوړولو لپاره ایټالیا له افغانستان سره ۱۸۰ ملیون ډالره مرسته کړې ده.
د دغه هوايي ډګر ترمینل او الوتلار بیارغول شوي دي. الوتلار يا رنوې تر دې وړاندې ۲۵۰۰ متره اوږده وه، خو په دې ورسيتو کې ۵۰۰ متره نوره غځول شوې ده.