دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 83629
دفاع وزارت هغه راپورونه ردوي چې وایي د هرات کندهار لویه لاره یې تړلې ده
د افغانستان د دفاع وزارت د ځینو رسنیو هغه راپورونه ردوي چې وایي د هرات کندهار لویه لاره یې د تصفیوي عملیاتو په هدف تړلې ده.
له دغه وزارت څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې دغه لاره د ګرشک په شاوخوا سیمو کې د یوه پله د جوړیدو په هدف بنده وي.
په اعلامیه کې راغلي چې؛ دغه لویه لاره به د جدي د ۲۴ د همدې میاشتې تر اوه ویشتمې نیټې پوري تړلې وي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf1vdc.w6dm0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته