دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 85961
د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا پاکستان ته د زر میګاواټه برېښنا پر انتقال موافقه وشوه
تاند- د افغانستان، پاکستان، قرغیزستان او تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزیرانو له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږدولو په اړه خبرې وکړې.
په واشنګټن کې د پاکستان سفارت وویل چې د څلورو هیوادونو له موافقې سره سم به دا پروژه چې (CASA 1000) نومېږي، تر ۲۰۱۸ پوري عملي شي.
د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا د حکومتي شورا دا غونډه د نړیوال بانک له لوري تنظیم شوې وه چې له اسلامي پراختیايي بانک او یو ایس ایډ سره یوځای یې مالي ملاتړ کوي.
دوی د برېښنا پر بیې، او د پروژې د اجرا کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
څلور خواوو د برېښنا پر بیې، شرایطو او اصولو موافقه وکړه او په پای کې یې یو سند لاسلیک کړ چې په هغه کې د څلور خواوو ترمنځ د برېښنا د پېرلو شرطونه په اصولو کې تثبیت او تایید شوي دي.
تر پاکستان پوري په ۷۵۰ کیلومتره مزي به یوولس سوه ملیون ډالره ولګول شي او هیله ده چې ۱۰۰۰ میګاواټ برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي. د دې پروژې لومړۍ چارې به په ۲۰۱۶ یا ۲۰۱۷ کې بشپړې شي.
افغانستان به د برېښنا د واردولو تر څنګ له تاجکستان او قرغیزستان څخه پاکستان ته د تېرېدونکې برېښنا ترانزیتي حق هم ترلاسه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgqy97.ak9n34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته