دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۲۱:۴۷
د مطلب کود : 86424
۱۲۰افغان خبریالانو ته د سولې او انتخاباتو په اړه د راپور ورکولو کنفرانس پیل شو
د رسنیو دفتر یا میدیوتیک د افغانستان په شپږو زونونو کې څه باندي ۱۲۰ افغان خبریالانو ته د سولې او انتخاباتو په اړه د راپور ورکولو کنفرانس پیل کړ.
د افغانستان په شمالي زون کې د دغه دفتر مسوول شفیع رحیمي آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ د دې درې ورځني کنفرانس هدف د سولې او انتخاباتو په اړه د راپور جوړونې څرنګوالی دی.
ښاغلی رحیمي وایي، یو شمیر رسنۍ تر ډیره خشن مسایل خپروي او په دې کنفرانس کې به هڅه وشي چې؛ د مثبتو راپورنو پر څرنګوالي خبري وشي.
تر دې وړاندې یو شمیر مدني ټولنو د رسنیو له لاري د تاوتریخوالي پیښو له ډېرو خپرولو شکایتونه کړي وو چې؛ د خبریالانو د دفاع ټولنو د غوصې لامل شوي وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbaabw.rhb05p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته