دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 86644
فیضي: امریکا او پاکستان دې د سولې د خبرو پیل ته طالبان وهڅوي
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، امریکا او پاکستان باید طالبان دې ته وهڅوي، چې په ښکاره توګه له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي.
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي نن ازادي راډیو ته وویل، چې په دوبۍ کې له یو شمېرطالبانو سره خبرې او اړیکې دوام لري، خو دوی غواړي چې د طالبانو تحریک رسمآ سولې ته حاضر شي.
ښاغلي فیضي وویل، که چیرې امریکا په رسمي توګه طالبان سولې ته حاضر کړي، افغان حکومت به له انتخاباتو مخکې امنیتي سند ورسره لاسلیک کړي.
څو ورځې وړاندې د سولې عالي شورا یوه څلور کسیزپلاوي په دوبۍ کې د اغاجان معتصم په مشرۍ له یوشمییر طالبانو سره د سولې خبرې وکړې، خو طالبانو تحریک وویل چې دا کسان اوس د دوی په ډلې پورې تړاو نه لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfjvdc.w6dvjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته