دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 87272
ولسمشر کرزی: په هېواد کې له ښځو سره تشدد باید په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وايي چې؛ په هېواد کې باید له ښځو سره تاوتریخوالی په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
ښاغلي کرزي نن په کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې دا څرګندونې وکړې.
کرزي له دیني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل چې؛ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ناسم چلند د پاي ته رسولو لپاره خلک وهڅوي.
«لومړی پر علماوو بیا پر قومي مشرانو دا غږ کوم چې؛ په جوماتونو او غونډو کې ښځو ته د درناوي او عزت لپاره خلک جدا وهڅوي."
اخواپه دې غونډه کې د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر هیله وښوده چې؛ راتلونکی حکومت هم د ښځو د حقونو د تامین لپاره هڅې وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdxx0j.yt0556bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته