دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۱۹
د مطلب کود : 87982
‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ولسي جرګه د خپل لومړي مرستیال او منشي په ټاکلو کې پاتې راغله
ولسي جرګه نن هم ونه توانیدله چې خپل لومړی مرستیال او لومړی منشي وټاکي.
نن په انتخاباتو کې ګل پاچا مجیدي، غلام حسین ناصري او غلام سرور فایض د لومړي مرستیالۍ څوکۍ ته او عبدالروف انعامي، ذکیه سنګين او سیمين بارکزۍ د منشي توب څوکیو ته کاندیدان وو.
خو یو هم د پنځوس جمعه یو رایې ترلاسه نشوې کړای.
تېره ورځ هم دغو څوکیو ته انتخابات بې نتیجې وو.
خو پرون د ولسي جرګې دویم مرستیال او دویم منشي وټاکل شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb59bw.rhbzwp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته