دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 93651
اروپايي څارونکو د افغانستان دوهم ځلي انتخابات شفاف وبلل
تاند- د افغانستان د انتخاباتو د څارنې لپاره د اروپايي اتحادیې پلاوي پرون اعلان وکړ چې د افغانستان د ولسمشرۍ دوهم ځلي انتخابات تر لومړي پړاو شفاف ول.
د اروپايي اتحادیې څارونکو د جوزا د څلرویشتمې نېټې انتخابات وستایل، ویې ویل په دې انتخاباتو کې درغلۍ لږ وې او په مجموع کې د شفافیت له درکه د ستایلو وړ دي.
د اروپايي اتحادیې پنځوس تنه څارونکو، چې له څو میاشتو راهیسي د ټاکنو د څارنې لپاره په افغانستان کې اوسي، وویل په دوهم ځلي انتخاباتو کې هم ځیني درغلۍ شوي خو د انتخاباتو د لومړي پړاو په پرتله لږې دي.
د اروپايي څارونکو د پلاوي مشر په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وستایه چې شفاف انتخابات یې ترسره کړي او امنیتي ځواکونه یې هم د ستاینې جوګه وبلل چې د انتخاباتو امنیت یې وساته.
د پلاوي مشر تیجس برمن وویل:«د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د لومړي پړاو انتخاباتو په پرتله په دوهم ځلي انتخاباتو کې ښه والی راوست. د رای ورکولو مرکزونه یې زیات کړل څو خلکو ته د رای ورکولو په وخت اسانتیا وي. د ټولو څارونکو لپاره یې هم د شفافیت د ډېرولو امکان رامنځته کړ.»
ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«غواړم چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له زرګونو کارکوونکو او امنیتي ځواکونو مننه وکړم چې په خپلو هڅو یې دا انتخابات بې له دې چې ډېرې مرګ ژوبلې وشي، سر ته ورسول.»
ده په دوهم ځلي انتخاباتو کې د ښځو د ونډې زیاتېدا هم د پام وړ وبلله او دا یې د افغانستان لپاره یو پرمختګ وګاڼه.
د اروپايي څارونکو په وینا په دوهم ځلي انتخاباتو کې ۳۸ فیصدو ښځو خپلې رایې وکارولې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb80b9.rhbfsp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته