دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 98559
اوباما د داعش ډلې پرضد د مقابلې لپاره د امریکا ستراتیژي اعلان کړه

دامریکا ولسمشربارک اوباما وایي، دې ته تیاردی چې پرعراق سربیره په سوریه کې هم د اسلامي دولت پرډلې حمله وکړي او د دغې وسله والې ډلې د کمزورې کولو او په بشپړه توګه د له منځه وړلو لپاره به د یوه کمپاین د تیزیدو په ترڅ کې په سلګونو اضافي امریکایي سرتیري ځای پرځای کړي.
اوباما بیګا شپه له سپینې ماڼۍ څخه ملت ته په ټلویزیوني وینا کې وویل چې؛ ده دا واضح کړې چې موږ به هغه تروریستان چې زموږ هېواد ته یې ګواښ متوجه کړی؛ که هرچیرې وي، له پښو غورځوو.
"موږ تر اوسه له تروریستي ګواښ سره مخامخ یو؛ موږ نشو کولای چې، له نړۍ څخه د هر شریر یا بدکار نښه پاکه کړو او د قاتلانو یوه کوچینۍ ډله دا توان لري چې؛ ډیر زیان واړوي. دا ګواښ د سپټمبرله یوولسمې مخکې و او نن هم دا یوواقعیت دی."
اوباما وویل، متحده ایالات ۴۷۵ امریکایي پوځیان عراق ته استوي چې؛ د اسلامي د ولت د ډلې د وسله والو په وړاندې جګړه کې د عراقي او کُردي وسله والو ملاتړ وکړي. خو د هغه په وینا دغه ځواکونه به په محاربه کې برخه نه اخلي.
اوباما وویل، نن ورځ نړۍ ته سترګواښ له منځني ختیځه او شمالي افریقا څخه متوجه دی. هغه د اسلامي دولت ډله یوه تروریستي او غیراسلامي ډله یاده کړه.
"په اوس وخت کې لوی ګواښ له منځني ختیځه او شمالي افریقا څخه متوجه دی؛ چېرې چې افراطي ډلې چې یوه هم په کې د عراق او شام اسلامي دولت ډله چې ځان اسلامي دولت بولي؛ ده، خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره د خلکو له نارضایتي څخه ګټه پورته کوي."
د امریکا ولسمشربارک اوباما وویل؛ دا زما د ولسمشرۍ اساسي اصول دي؛ که تاسو امریکا ګواښئ، د امن هیڅ ځای به ونه لرئ.
اوباما په خپله وینا کې چې د سپټمبر د یوولسمې تروریستي حملو د کلیزې په درشل کې یې وکړه؛ د اسلامي دولت پر وړاندې د جګړې د پراخیدولپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه او ژمنه یې وکړه چې؛ امریکا به د دغه ترریستي ګواښ د له منځه وړلو لپاره د یوه پراخ ایتلاف مشري وکړي:
"زموږ اهداف واضح دي، موږبه د د تروریزم په وړاندې د یوې هراړخیزې او دوامدارې ستراتیژۍ په ترڅ کې د عراق او شام د اسلامي دولت ډله کمزورې او بالاخره له منځه یوسي."
اوباما دغه راز د امریکا له کانګرسه هم وغوښتل چې؛ د سوریې له هغو وسله والو سره د روزنې او تجهیراتو په برخه کې اصافي مرسته تصویب کړي چې؛ د اسلامي دولت د وسله والو پرضد جنګیږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdnk0n.yt0jk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته