دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 99359
۸۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ، ننګرهار، کندهار ، زابل، لوګر او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۸۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۱۵ تنه ټپیان اویو تن د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شو.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳۱ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د هلمند ، بادغیس ، فراه ، زابل، کندهار ، کندز او کنړ ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcco1qo.2bqop8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته