دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 133202
د ذهنیت جوړونه د داعش د حضور لپاره په افغانستان کی!

د داعش ځواکونه په دا شپو او ورځو کی سخت ورځی په عراق او سوریه کی تیروی او لیدل کیږی چی د هغوی د خاتمه پیداکولو لپاره کوم څه نه دی پاته، او د خارجی هیوادو څخه یا دهغوی ملاتړ کوونکی ددی پسی دی چی په کمزوروهیوادوکی د هغوی لپاره ځای پیداکړی. 
په افغانستان کی د ډیر وخت راهیسی د داعش د حضور لپاره د عمومی افکارو د آماده کولو کار شروع سوی دی او حامیان یی تلاش کوی تر څو هغوی د افغانستان لوری ته ځای پرځای کړی. 
په دی برخه کی د ناتو درییس خبری د دتوجه وړ دی چی د هغه په ضمن کی افغان امنیتی ځواکونو ته د غیری پیش بینی مشکلاتو د راتلو څخه هشدار ورکوی. 
د ناتو رییس اعلان کړ چی جنګ په افغانستان کی ادامه لری او ددی سازمان او افغان ځواکونه باید د مشکلاتو او چالشونو لپاره آماده و اوسی. 
لکه څنګه چی د ناتو رییس د داعش نوم په صریح ډول نه اخلی او دهغه د حضورڅخه په افغانستان کی خبری نه کوی او یواځی په راتلونکی د جنګ څخه خبری کوی؛ خو واضح دی چی دوه کلمی جنګ او د هغه ادامه کیدلای سی په ځان کی ډیر تریخ واقعیتونه ولری چی دهغه څخه یو د داعش حضور په راتلونکی په دی هیواد کی دی چی کیدلای سی یو عمده دلیل په افغانستان کی د جنګ د ادامی لپاره په کلو کلو سی. 
لکه څنګه چی وینو لومړی مرحله د عمومی افکارو آماده کول یاهم ذهنیت سازی دی چی په ضمنی او نرم ډول مطرح کیږی چی د وخت په تیریدو سره د داعش ماته په سوریه او عراق کی، ددی ډلی د حامیانو اظهارات د نرم والی او د لفافی څخه وتلی دی او په شکاره ډول سره په خبرو او عملونو کی لیدل کیږی. 
لکه څنګه چی ذهنیت جوړونه په دی آخرو ورځو کی د غربی هیوادو بالخصوص د آمریکا لخوا شروع سوی دی چی دهغه څخه یو نمونه رااخلو: د آمریکا د خارجی وزارت وایی، داعش په دی تلاش کی دی چی د افغانستان په یو ناامنه منطقه کی د رهبری مرکز جوړ کړی. 
مارک تونر د آمریکا د خارجی وزارت ویاند ویلی دی: موږ داعش او دهغه پوری مربوط کسان په افغانستان کی لیدلی دی او دهغه په اړه مو خبری کړی دی، ددی ډلی حضور د تعجب وړ نه دی، په دی معنی چی موږ ددی حقیقت په اړه خبری کړی دی چی داعش په دی تلاش کی دی چی خپل یو شاخه ددی دولت په یو ضعیف منطقه کی رامنځته کړی، او په هغومره اندازه چی موږ هغوی وینو، اوموږ تلاش کوو چی ددی ډلی د رهبری د لمنځه وړلو لپاره اقدام وکړو. 
د مارک تونر خبری په شکاره ډول سره ددی واقعیت شاهد دی چی امریکایان او ځینی نماینده ګان په مشرانو جرګه کی او د هیواد د مسائلو پوهان په دی اړه خبری کړی دی، په افغانستان کی د تروریستانو د حضور لپاره پراخ ذهنیت جوړونه کوی او په همدی برخه کی دسناتورانو اظهارات د سنا په مجلس کی د یکشنبی په ورځ د توجه وړ دی. 
دسنا د مجلس یو غړی په دی باور دی چی د آمریکا د خارجی وزارت یو پر بل پسی اظهارات د داعش د وګړو د تیښتی په اړه د عراق او سوریی څخه او دهغوی ځای نیونه په یو کمزوره هیواد کی مخکی تر مخکی یو ذهنیت جوړونه  ده. 
د سنا دا غړی وایی: موږ نه غواړو چی افغانستان په دوهم سوریه تبدیل سی، ځکه چی موږ هم ډیر مشکلات لرو. داعش، طالب القاعده او نور بین المللی پروژی دی چی یو پر بل پسی په افغانستان کی تطبیقیږی. 
لازم دی چی د افغانستان حکومت بیداره و اوسی او افراطی کسانو او جنایتکارانو ته اجازه ورنه کړی. 
د سنا یو بل غړی هم په دی عقیده کی دی: چی امریکا ددی بحثو په مطرح کولو سره تلاش لری چی په سوریه او عراق کی د داعش د ماتی وروسته په دی تلاش کی دی چی په افغانستان کی قوی پایګاه جوړ کړی. 
په هر حال، هغه څه چی شکاره دی پټ لاسونه ددی کار ترشاه سته چی د داعش ماته خوړل سوی لشکر په امن ځای کی منتقل کړی؛ چی وکولای سی ددی آلی پواسطه خپلو استعماری اهدافو ته ورسیږی او په دی فکر کی دی چی امن ځای ورته پیدا کړی او افغانستان ددی لپاره سم ځای دی او کلونه کلونه ددی لپاره  دافغانستان سره اقتصادی او نور مرستی کوی؛ چی په نتیجه کی جدی اعتراضات د امریکا لوری ته نه لیدل کیږی؛ ځکه چی د هر ډ‌ول اعتراض او انتقاد په صورت کی، د مرستو په قطع کیدو او انزوا کی به تهدید سی.

https://avapress.com/vdcgzw9qxak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته