دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۷
د مطلب کود : 136285
د روسیی دلیلونه د حکمتیار څخه د تحریمونو د ایسته کولو لپاره
اکرم خپلواک؛ د رییس جمهور فوق العاده سیاسی نماینده وایی چی روسیه د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایسته کیدو څخه د سازمان ملل د تور لیست څخه اندیښمن دی او د افغانستان دولت هڅه لری تر څو دا اندیښنی له منځه یوسی.

د وال استریت ژورنال ورځپاڼه ګزارش ورکړی دی چی روسیه حاضر نه دی چی د ګلبدین حکمتیار نوم د سازمان ملل د تور لیست څخه ووځی.

د روسیی دخارجی وزارت ویلی دی چی د ګلبدین حکمتیار د نوم ایسته کیدو مانع نه دی؛ خو دا روند څیړی.

ښاغلی خپلواک وویل: هغه وخت چی د اسلامی حزب سره د توافقنامی او د سازمان ملل د تحریمونو د ایسته کولو بحث مطرح سو، د امنیت د شورا دایم او غیری دایم غړی شنه سراغ شکاره کړ، بیله دوه هیواده: روسیه او فرانسه.

هغه وویل چی روسیه امنیتی اندیښنی لری او غواړی و پوهیږی چی څه زمانت وجود لری چی حکمتیاربیرته جنګ ته مخه نه کړی او تړونونه عملی سی.

کارپوهان وایی چی روسیه اضافه پردی چی د اسلامی حزب د بیا واک ته رسیدو او جنګونو څخه ویره لری، بلکه د هغه زیانونو او صدمو څخه هم ویره لری چی مجاهدین د شوروی روسیی پر سره ځواک باندی جاری کړ.

د پوهانو په باور، روسان تر اوسه هغه ماته او زخم هیر کړی نه دی چی د لس کالو په جریان کی د افغانستان په اشغال کی وخوړله او بی له شکه، د اسلامی حزب نقش د شوروی د دباندی کولو لپاره هم د هیڅ چا د سترګو څخه پټ نه دی.

په هغه وخت کی، اسلامی حزب د ګلبدین په مشری، خپل ډیر مرستی لکه تسلیحاتی او انسانی او مالی مرستی د هغه هیوادونو څخه لکه پاکستان، امریکا او عربی رژیمونو څخه ترلاسه کوله چی د شوروی پر ضد وجنګیږی او په همدی دلیل، د هر بل جهادی جریان څخه، د روس سره د وړاندی کیدو توان درلودی.

دی تحلیل ته په نظر کی نیولو سره، د سازمان ملل د تور لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایسته کیدو سره د روس مخالفت، په یو معنی د پخوا کینی او بغض کی ریشه لری چی روسان د اسلامی حزب او شخصآ د حکمتیار څخه لری.

بله مساله دادی چی روسیه تر اوسه په کافی اندازی سره اطمینان نه دی حاصل کړی چی د سولی د یو ځای کیدو څخه وروسته د اسلامی حزب د جنګیدونکو سرنوشت به څه سی. آیا هغوی د افغانستان د مسلح ځواک سره یوځای کیږی؟ او یا خپل سلاحوی پر ځمکه ایږدی او سوله کوی او خپل عادی ژوند ته په ټولنه کی راګرځی؟

د فرانسی اندیښنی هم امنیتی دلیلونه لری. فرانسوی نظامیان په افغانستان کی، ډیر د اسلامی حزب په نامه د ځواکونو په واسطه هدف نیول سوی دی چی په یو حادثه کی د اسلامی حزب پواسطه ۱۰ فرانسوی نظامی کسان په سروبی ولسوالی کی ووژل سو. فرانسه تراوسه د هغه حادثی سره څنګ ته نه ی راغلی او نه سی کولای د خپل ځواکونو حضور څخه په افغانستان کی د اسلامی حزب ضد امنیتی عملکردونو څخه بی پروا سی؛ که څه هم د افغانستان دولت، مدعی دی چی د رییس جمهوری په رسمی پیغام سره فرانسه قناعت ترلاسه کړی دی او دا هیواد، د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایسته کیدو څخه د مخالفت څخه لاس اخیستی دی.

په دی حال سره، روسیه خپل پر خبره ولاړ دی؛ که څه هم ادعا کوی چی د افغانستان په غوښتنه د مخالفت څخه لاس اخیسیتی دی؛ خو هغه څیړی او په همدی دلیل هغه یی ځنډولی دی.

د عرف په اساس د امنیت شورا، د هیوادونو د رسمی غوښتنو د ترلاسه کولو وروسته، ۱۰ ورځی وخت لری تر څو هغه ته ځواب ورکړی او یا خپل تصمیم ونیسی؛ خو د روسیی مخالفت، ددی تصمیم خنډ وګرځیدی او اوس د امنیت د شورا د روند په اساس، روسیه شپږ میاشتی وخت لری چی خپل د مخالفت دلیلونه دا شورا ته وړاندی کړی.

کارپوهان وایی چی که د افغانستان دولت ونه توانیږی د روسیی قناعت حاصل کړی. په اخیر کی چی د دوو هیوادو دسیاسی اړیکی بالخصوص د طالبانو او روسیی اړیکی د مسکو په دری اړخیزه ناسته کی هم عکس العملونه منځته راوړی دی. بنا پردی، دا امکان وجود لری چی روسیه د حکمتیار مسئله د خپلو شرایطو د تحقق لپاره د سولی په روند کی د مشارکت لپاره او د طالبانو سره په اړیکه او د داعش سره په مبارزه کی مشروط وبولی.
https://avapress.com/vdcaain6m49neu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته