دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 112953
د افغانستان د عالمانو شورا د روژې په میاشت کې د اوربند وړاندیز کړی
د دیني عالمانو شورا وړاندیز کړی چې د جګړې ښکېل اړخونه دې د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند وکړي.
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړی مولوي عطاءالله لودین وايي؛ د هېواد دیني عالمانو دا غوښتنه له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې مطرح کړه. ښاغلي لودین چې له ولسمشر سره تر کتنې وروسته له آزادي راډیو سره خبرې کولې؛ زیاته کړه، له مخالفینو څخه هم د اوربند غوښتنه وشوه:
((نن زموږ په غوښتنو کې یوه مهمه غوښتنه دا وه چې لږترلږه د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت خلک خپل عبادت ته وزګار شي. پر مخالفینو هم غږ وشو چې باید ډزبندي وشي او همدارنګه له دولت څخه هم غوښتنه وشوه چې څه چې په توان کې لري ترسره یې کړي؛ څو سوله تامین شي او امنیت راشي.))
د روژې د مبارکې میاشتې پیل ته له یوې اونۍ څخه کم وخت پاتې دی؛ خو څرګنده نه ده چې د د هېواد دیني عالمانو د اوربند وړاندیز ته به افغان حکومت او طالبان چې د وسله والو مخالفینو ترټولو لویه ډله ده؛ څه ځواب ووايي.
د عالمانو شورا له دې مخکې هم په بېلابېلو مناسبتونو په هېواد کې د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې؛ خو وسله والو مخالفینو دا شورا په دولت پورې تړلې شورا بللې او دې وړاندیزونو ته یې اهمیت نه دی ورکړی. مولوي عطاءالله لودین په دې اړه وايي:
((د علماوو شورا دا خپل مکلفیت ګڼي چې د منبرونو له لارې او د اجتماعاتو له لارې د سولې پیغام وسله والو مخالفینو ته ورسوي. دا پیغام علماوو رسولی، هم یې دولت ته ویلي دي او هم مخالفینو ته. خو دا چې له دوی سره اجراییه صلاحیتونه او قوتونه نشته، دقضیې طرف نه دی، نو د دوی یو پیغام دی، یو ابلاغ دی. دا چې حکومت څومره ورته توجه کوي او مخالفین ورته په کومه سترګه ګوري دا په هغو پورې اړه لري.))
د علماوو د شورا غړی همداراز وویل، د روژې په میاشت کې به د سولې د تبلیغ لپاره د جوماتونو له لارې یو پراخ کمپاین پیل شي.
د هېواد دیني عالمان د اوربند غوښتنه په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو په دریځ کې بېساري انعطاف لیدل کېږي.
نژدې یوه اونۍ مخکې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د ښځو د حقونو له فعالانو سره او ورپسې سمدستي وروسته په ډوبی کې د ولسي جرګې له څو تنو وکیلانو او سیاستوالو سره غیررسمي خبرې ښيي چې د طالبانو دریځ د پخوا په پرتله ډېر نرم شوی خو د د جګړې په ډګر کې یې د پسرلي له پیل سره سم خونړیو حملو ته زور ورکړی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgnx9qwak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته