دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 69403
اسلام اباد له کابله وغوښتل، چې څو ولایتونه طالبانو ته وسپاري
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستاني چارواکو ورڅخه غوښتي چې د سولې د پروسې په لړ کې دې طالبانو ته د افغانستان یو شمیر ولایتونو وسپاري.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ارشاد احمدي رویترز خبري اژانس ته ویلي دا غوښتنه یوه لوړ رتبه پاکستاني مقام په اسلام اباد کې له افغان سفیر سره په کتنه کې مطرح کړې ده.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دا ردوي چې ګواکې اسلام اباد دې افغان سفیر ته داسې کوم پیشنهاد کړې وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ارشاد احمدي وايي، طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو موضوع د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز تیره جمعه په اسلام اباد کې له افغان سفیر عمر داودزي سره په کتنه کې مطرح کړې دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلي په دې کتنه کې سرتاج عزیز طالبانو ته د یو شمیر ولایتونو د سپارلو سربیره په افغانستان کې د فدرالي نظام موضوع پیشنهاد کړې ده.
ارشاد احمدي ویلي افغان حکومت په دې باور دی چې پاکستان له دې لارې هڅه کوي هغه څه لاسته راوړي چې د طالبانو پواسطه يې د جګړې په ډګر کې ترلاسه نکړل.
د نوموړي په وینا افغان حکومت اوس دا درک کړې چې د پاکستان نوې ملکي حکومت هم د افغانستان پر وړاندې د خپل پوځ او استخباراتو د دوه مخیځې پالیسې پلوي کوي.
هغه زیاته کړې چې؛ د پاکستان استخباراتي سازمان ای ایس ای په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کیدو په برخه کې لوی رول لوبولی دی.
بل لورته بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا رد کړې چې ګواکې ددې هیواد د ملي امنیت سلاکار په اسلام اباد کې افغان سفیر ته داسې کوم پیشنهاد کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عزیز چودهري رویترز خبري اژانس ته ویلي د سرتاج عزیز او افغان سفیر ښاغلي داودزي ترمنځ کتنه یوه تشریفاتي غونډه وه چې په کې د دوه اړخیزو مسلو په اړه خبرې ترسره شوې.
افغان ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د پاکستان د اهدافو په باب انیدښنه څرګنده کړې ده .
ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې د برتانیا له صدراعظم سره په ګډ خبري کانفرانس کې وویل د افغانستان خلک به طالبانو ته د یو او یا دوه ولایتونو سپارل پر خپل هیواد یرغل وګڼي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtxem.uqehyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته